کابل / د وري ۱۷ مه / باختر
د پنجشېر د آبشار ولسوالۍ ودانۍ د ګټې اخیستنې په درشل کې ده.
د دغې پروژې د څارنې مسوول انجنير کمال نن باختر آژانس ته وويل چې دغه ودانۍ د ۵٨٠ مربع متره ځمکې په ساحه کې د ٢٢ میليونو افغانيو په لګښت په پاخه او اساسي ډول په درېو پوړونو کې جوړه شوې ده او ٢٣ خونې، تشنابونه او نور ضروري ملحقات لري.
ويل کېږي اوس د آبشار ولسوالۍ اداري کارکوونکي په يوه کرايي کور کې ورځنۍ چارې ترسره کوي.
ختم- ج –ا
1 د یوې دقیقې څخه لږ