سیاست

د پنجشېر، دایکندي، سمنګان او د کاپیسا د ولایتونو لپاره نوي والیان وټاکل شول

کابل_ باختر_د غبرګولي د مياشتې ١٧مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د جلاجلا حکمونو له مخې، محمد عارف سروري د پنجشېر د والي، مېرمن معصومه مرادي د دایکندي د والي، محمد هاشم زارع د سمنګانو د والي او سید محمد خالد د کاپیسا د والي په توګه ټاکل شوي دي.
نوي ټاکل شوي والیان د لوړو زده کړو او د لازمو تجربو لرونکي دي چې کولای شي اړوندې دندې په ښه ډول ترسره کړي.
په حکمونوکې د لوی خدای (ج) له دربار څخه دغو نویو ټاکل شویو والیانو ته هېواد او خلکو ته د خدمت لپاره د بریالیتوبونو هیله شوې ده. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته