بازارک – باختر – د وږي دمیاشتې ۶
د پنجشیر ولایت د فواید عامې ریاست د دغه ولایت د لویې لارې د بیا جوړولو کار نن پیل کړ.
دغه واټ د اتو مترو په سور او د ۱۳۷ مترو په اږدوالي د دغه ولایت د شتل ولسوالۍ له دالاسنګ سیمی څخه تر پروان ولسوالۍ پورې ترمیم او بیا جوړیږی .
د پنجشیر د واټ له ترمیمولو سره سم په دې لاره کې د نه لیدو د سیمو د له منځه وړلو کار هم د فواید عامې ریاست له خوا پیل شو .
د پنجشیر د فواید عامې رییس حشمت الله حکیمي وویل چې د دغې پروژې تطبیق چې د دغه ریاست د انجنیرانو له خواتر سره شو، دوه میاشتې وخت به ونیسی.
پای شکریه – خروټی