امنیت

د پنجشير له مرکزي جيل څخه اووه تنه بنديان آزاد شول

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٢
اووه تنه بنديان نن د پنجشير ولايت له عمومي جيل څخه آزاد شول.
د پنجشير ولايت د جيل او توقيف خونو آمر وحيد الله خيرخوا د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه بنديان د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمدمصطفى (ص) د نيکمرغه ميلاد په مناسبت د جمهوري رياست د مقام د فرمان له مخې له بند څخه آزاد کړى شول.
د خيرخوا د څرګندونو له مخې: آزاد شوي بنديان په بېلابېلو جرمونو بنديان شوي وو .
ده وويل : په دغه فرمان کې يواځې هغه بنديان شامل دي چې له بند څخه يې څه ناڅه يو کال پاتې وي او يا هم خپل نيمايي بند يې په جيل کې تيرکړي وي.
اوس دپنجشير ولايت په مرکزي جيل کې دبيلابيلو جرمونو په توګه سل تنه مجرمين شپې سبا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته