نړۍ

د پنجاب د ګونر سلمان تاثير، قاتل ممتاز قادري اعدام شو

اسلام آباد ډان   باختر دکب دمياشتې ١٠:
د پاکستان د کومانډو پخوانى قوماندان ممتاز قادري د پاکستان د پنجاب ايالت د پخواني ګورنر سلمان تاثير د وژنې په جرم نن سهار اعدام شو.
باخترآژانس د بهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ چې د ممتاز د اعدام حکم د محکمې له خوا په  ٢٠١١ کال کې صادر شوى و. ممتاز قادري د سلمان تاثير په وژنې اعتراف کړى دى.
ممتاز ويلي و چې تاثير يې د خپل هېواد د قوانينو مقدساتو ته  د سپکاوي په خاطر وژلى دى.
د سيمې د پوليسو دخبرله مخې: دغه حکم  نن سهار په اويال جيل کې اجرا شوى دى.
د ګونر تاثير وژنه د بې نظير بوټو پرخلاف له ناوړه قصد وروسته يو ډير ستر ترور بلل کيږي چې په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې په پنجاب کې د يو بريد له امله وژل شوى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته