د پلخمري ښار ښځينه بڼ نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
کابل باختردمرغومي دمياشتې ٣ :
د پلخمري ښار ښځينه بڼ نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دغه ښځينه بڼ د امريکا دمتحده ايالاتو د پوځي څانګې په مالي مرسته دڅه دپاسه څلور مليونو افغانيو په لګښت د بغلان ولايت دښځو دچارو د رياست په همکارى چمتو شوى دى .
دبغلان ولايت دښځو چارو رياست دخپرونومسوول محمديونس رحيمي باختراژانس ته وويل: دغه بڼ د يوګا ورزشي خونه ، د فلزي کټارو درول ، د يوې نيمه ژورې څاه کيندل ، د اوبو د دوو زيرمو درول ، نوى اوږدې څوکي لري .
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې: دپلخمري ښار ښځو ته دتفريح ځاى نه درلود؛ ددغه ښځينه بڼ په پرانيستلو سره ښځې کولاى شي د فراغت په وخت کې په دغه بڼ کې تفريح وکړي
ويل کيږي، د دغه بڼ د پرانيستلو په مراسموکې د بغلان والي سلطان محمد عبادي او دښځو دچارو سرپرستې او د نورو دولتي ادارو رئيسانو ګډون کړي وو.