کابل/دلړم۲۸مه/باختر
د بغلان د سيلو مسوولين وايي چې د هېواد د سيلوګانو نه فعاليت د دې سبب شوى دى چې بې کيفيته اوړه په ډېره لوړه بيه له ګاونډيوهېوادونو څخه هېواد ته وارد شي.
دغه مسوولين ادعا کوي چې د هېواد سيلوګانې پخوا کورني او بهرني غنم، اوړه کول او د هېواد د سيلوګانو اوړه باکيفته او خوندوره وه.
د پلخمري سيلو تصدۍ رييسې نادرې نهرين وال دباخترآژانس له خبريال سره په خبروکې سيلو ملي پانګه وبلله او ويې ويل چې د بغلان سيلو په ګډون د هېواد د سيلوګانو نه فعاليت د دې سبب شوى دى چې بې کيفته اوړه په ډېره لوړه بيه له ګاونډيو هېوادونوڅخه هېواد ته وارد شي.
هغې وويل چې د پلخمري سيلو ٦٥ کاله مخکې د وخت شوروي جوړ کړ او د ماشينونو سيستم يې ډېر پخواني او روسي و چې اوس د هغه د ټولو ماشينونو له بدلولو پرته د هغه ترميم او بيا رغاونه امکان نه لري.
د پلخمري سيلو يوه سابقه لرونکي کارګر محمد امين د باختر آژانس له خبريال سره په خبروکې وويل چې په کندز، تخار، بدخشان، سمنګانو او بغلان کې د ټولو پوځي قطعاتو په ګډون د دولت د ټولو کارکوونکو د اړتيا وړ اوړه د بغلان په سيلوکې برابرېدل او ٤٠٠ تنو پکې په کار بوخت وو.
هغه زياته کړه: اوس د پلخمري سيلو فعاليت د دې پرځاى چې پراخيده؛ برعکس له ډب سره مخ شوى دى او اوس څه ناڅه ٤٠ تنه پکې په کار بوخت دي.
محمد امين د پلخمري سيلو د ډب اساسي عامل جګړې او نا امنۍ او د هغه په فعاليت کې د چارو د مسوولينو بې پروايي وبلله.
دا يواځې په بغلان کې د پلخمري سيلو نه ده چې د نا امنۍ په دليل له فعاليت څخه پاتې شوى دى، بلکې د سپين زر تصدۍ، کرنيزه ميکانيزه تصدۍ، د کيمياوي سرې تصدۍ او د بغلان د ارزاقو تصدۍ هم له منځه تللې دي او له يوې خوا د يو زيات شمېر خلکو د بې کارى سبب شوى دى او له بله پلوه د هېواد پر اقتصاد هم منفي اغېزه کړې ده.
ختم- ج – اکرم