امنیت

د پلخمري – سمنګانو لويه لاره د ترافيکو پرمخ وتړل شوه

 کابل / د زمري ۹ مه / باختر
وسله والو طالبانو نن سهار له هغه وروسته چې د پلخمري – سمنګانو په لويه لاره کې           د تېلو دوه ټانکر موټرونه وسوځول، يو ځل بيا يې پر پوځيانو بريد وکړ.
په خبرونو کې ويل شوي دي چې جګړه د پلخمري – سمنګانو لويې لارې په چشمه شير ساحه کې دوام لري. دغه لويه لاره د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده او د چشمه شير         په دواړو غاړو کې په سلګونو مسافر وړونکي او بار وړونکي موټر ولاړ دي.
يوه عيني شاهد باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د تېلو دوه ټانکر موټرونه  په پلخمري ښار پورې اړوند د چشمه شير په پل ګرګرک ساحه کې وسوځول.
خبرځاى زياته کړه: د دغو دوو ټانکر موټرونو له سوځولو وروسته د پوځيانو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه پيل شوه چې د پلخمري – سمنګانو لويه لاره د ترافيکو پرمخ وتړل شوه.
تراوسه د موټرو د چلوونکو د برخليک په اړه خبر نه دى ترلاسه شوى.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته