د پلخمري – بغلان لويه لاره پرانستل شوه

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٩
له پنځو ورځو وروسته په پاى کې د پلخمري – بغلان لويه لاره نن بيا د ترافيکو پرمخ پرانستل شوه .
د پلخمري ښار د دويمې امنيتي حوزې آمر سمونوال محمد فضلي انوري ددغه خبرو د تاييدولو په ترڅ کې د باختر آژانس خبريال ته وويل: د پلخمري – بغلان لويه لاره د پوزه ايشان په ساحه کې له پنځو ورځو راپه دې خوا د مظاهره کوونکو له خوا د ترافيکو پرمخ تړل شوې وه چې په پاى کې د قومونو او قبايلو په چاروکې د جمهوري رياست د سلاکار وزير وحيدالله سباوون په مشرۍ د جمهوري رياست د استول شوي هيئت په منځګړيتوب د اعتراض کوونکو له استازو سره له کتنې او خبرو وروسته دغه لويه لاره بيا د ترافيکو پرمخ پرانستل شوه.
ته دغه لويه لاره د اعتراض کوونکو له استازو سره د جمهوري رياست د استولو شوي هيئت له خبرو او مفاهمې او له پلخمري ښارڅخه د پوزه ايشان دغه تاسيساتوته د کرنې، انجنيرۍ او د ښوونې او روزنې د پوهنځيو د بيا ليږدونې په ګډون د دوى د غوښتنو له تحقق وروسته د ترافيکو پرمخ پرانستل شوه.
سباوون په مرکزي بغلان کې له سپين ږيرو سره په غونډه کې څرګنده کړه چې له پلخمري څخه مرکزي بغلان ته د ولايت د مقر ليږدونه د ده له واکونو څخه لوړه ده او د دوى د دغې غوښتنې د تحقق او له پلخمري څخه مرکزي بغلان ته د ولايت د مقر د ليږدونې په خاطر د جمهوري رياست له مقام سره د کتنې په مقصد د دوى دڅو تنو استازو د ټاکنې په باب ټينګار وشو او په پاى کې د مرکزي بغلان د خلکو د تاييد وړ وګرځي او هغوى هم د ترافيکو پرمخ د لارې له بيا تړلو څخه ډډه وکړه.