برلين – دويچه ويله – باختر د لړم دمياشتې ٥
د افغانستان د نه منل شويو پناه غوښتوونکو په ګډون د يو شمېر مهاجرينو د ايستلو لپاره د آلمان او د اروپا د اتحاديې هلې ځلې له سختې نيوکې سره مخامخې شوې دي.
د پناه غوښتوونکو يوه ملاتړي سازمان له آلمان څخه غوښتي دي چې افغان مهاجرين خپل هيواد ته يې ستانه نه کړي.
له پرو ازول سازمان څخه (ګونتر بورکهارت) د فرانسپرس خبري آژانس ته وويل: زموږ په نظر په افغانستان کې حالت عادي نه دى، نو په دغه شان حالت کې افغانستان ته د انسانانو استول د منلو وړنه دي.
د بورکهارت د خبر دارى دليل هغه رپوټ و چې د هغه له مخې د آلمان حکومت غواړي د افغان پناه غوښتوونکو د ايستلو د شمېر موارد زيات کړي .
آلمانۍ ورځپاڼې (فرانکفورتر اګماينه زونتاګس سايتونګ) خبر ورکړى و چې برلين د هغو پناه غوښتوونکو د منلو په باره کې د اروپا د اتحاديې د کميسيون او د افغانستان ترمنځ د يوه موافقه ليک د تصويب غوښتنه کوي چې ټاکل شوې وه بېرته دغه هيواد ته واستول شي.
د پرو ازول د سازمان لوى مدير بورکهارت د آلمان له حکومت څخه وغوښتل چې له افغانانو سره دې په درناوي سره چلند وکړي او په تېره بيا د هغو پناه غوښتوونکو غوښتن ليکونه ومني چې په خپل هيوادکې يې د فدرال آلمان د اردو او يا د مرستندويو آلماني سازمانونو لپاره کار کړى دى .
بورکهارت د خپل خبرو په دوام وويل چې د انګلا مرکل خبرې له عملونو سره يې تضاد لري .
د ده په خبره: د آلمان صدراعظمه د پناه غوښتوونکو په باب دوستانه خبرې کوي خو له دې سره جوخت خپلې ټولې هلې ځلې د هغو د ردولو لپاره ترسره کوي.
د هغې غونډې د وروستۍ وينا په مسوده کې چې د پناه غوښتوونکو د بحران په خاطر په بروکسل کې جوړه شوه؛ ويل شوي دي چې لومړيو هيوادونو دغه راز افغانستان ته د مهاجرينو د استلو موارد بايد سخت شي.
په همدې حال کې آلمانۍ ورځپاڼه د فرانکفورتر روندشاو) د زيات شمېر افغان مهاجرينو د ايستلو د پروګرام په باره کې ليګي: له هغه وخت څخه راپه دې خوا چې نړيواله ټولنه له افغانستان څخه وتلې ده؛ له دغه هيواد څخه خبر دارى ورکوونکو خبرو زياتوالي پيدا کړى دى. دمهاجرت ستره څپه روانه ده په لسګونو زره تنه افغانان غواړي چې د نا امنۍ له امله وتښتي.
دا چې په آلمان کې د افغان مهاجرينوشمېر مخ په زياتوالى دى؛ د دغه له ناتاره ډک بهير طبيعي پايله ده.
2 2 دقیقې لوستل