کابل د زمري ۱۷مه، باختر
د پروان ولایت په مرکز چاریکارو ښار کې ملت د دولت حساب ورکولو غونډه جوړه شوه.
د یاد ولایت ښاروال سید ایمل نیکمل آغا د یادې غونډې په پیل کې وویل، چې د یاد ریاست له لوري هر کال ولس ته د حساب ورکولو غونډه جوړېږي، چې د یاد ولایت د ملکي او نظامي ادارو او د بېلابېلو ریاستونو له لوري د کار څرنګوالي په هکله ولس ته معلومات ورکول کېږي.
په پیل کې د یاد ولایت د امنیې قومندان محمد جاوید ضیاالرحمن وویل، چې د تېر کال په پرتله دغه ولایت کې ۷۷ سلنه د جرمونو پېښې راکمې او د یاد ولایت د پاسپورتونو او د جوازونو د وېش له درکه ۱۳۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
همدرارنګه د پروان د استخباراتو رییس په یاده غونډه کې ویلي، چې په روان کال کې یې د بېلابېلو جرمونو تر څنګ د داعش ۲۶ تنه نیولي دي.
ورپسې د یاد ولایت د اقتصاد رئیس حافظ مجیب الله رحیمي د ښاري ویناوو په دریېمه برخه وویل، چې د یاد ولایت اقتصاد ریاست له لوري د راتلوونکي ۱۴۰۴ کال لپاره د ۳۸ میلیونه او ۸۴۲ زره او ۶۲۸ افغانیو په ارزښت ۱۱ بېلابېلې پرمختیایي پروژې منظور کړي، چې په روان کال کې یې د ۱۹ میلیونه ۷۶۸ زره او ۱۶۶ ډالرو په ارزښت ۸۶ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او د ۲۵ میلیونه ۳۹۵ زره ۵۲۸ ډالرو په ارزښت د ۶۷ بنسټونو او ۱۳۰ پروژې تر کار لاندې دی.