د پروان په مرکز کې د يو واټ د جوړولو کار پيل شو 

کابل/ د چنګاښ ١٨مه / باختر   
 يو واټ د پروان مرکز چاريکارو ښار کې جوړېږي.

دغه واټ ٢ زره ٥٠٠  متره اوږدوالى او ٥ متره  سورلري  چې  لسګونو کلي د چاريکارو له بازار او عمومي واټ سره نښلوي.

د فوايد عامې وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي ټاکل شوې ده  دغه کليوالي واټ شپږ مياشتې وروسته ګټې اخيستنې ته  وسپارل شي.

تمه کېږي  د دغه واټ په جوړېدو سره بازار او روغتونونو ته د بزګرانو د کرنيزو حاصلاتو او د ناروغانو په  لېږدولو کې آسانتياوې رامنځته شي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته