امنیت

د پروان په شينواري ولسوالۍ کې د طالبانو برېدونه په شاوتمبول شول

-کابل / دچنګاښ٢٣مه/ باختر:
وسله والو طالبانو تېره شپه د پروان  په شينواري ولسوالۍ کې  د ملي اردو پر پوستو پراخ  برېدونه وکړل .
  باختراژانس د پروان د پوځي مسوولينو  له خولې خبرراکړ؛ وسله والو طالبانو تېره شپه د ١١ بجو په شاوخوا کې  د شينواري ولسوالۍ داشترشهر اونمک آب په کليو کې  د ملي اردو  پر پوستو يرغل وکړ.
په  دغو برېدونوکې  وسله وال طالبان  د پوځيانو له سخت  مقاومت سره مخ شول. او جګړه  د شپې په دريو بجو د وسله والو طالبانو په ماتې سره پاى ته ورسېده .
ويل کېږي  په دې جګړه کې  ٤ وسله وال طالبان وژل شوي  اودرې نور ټپيان شوي دي.
  دغه راز په خبرونوکې ويل شوي دي ، چې په دې جګړه کې ٤ تنه پوځيان شهيدان او ٥ نور ټپيان شوي دي.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته