امنیت

د پروان پر شیخ علي ولسوالۍ د طالبانو برید شنډ کړی شو

کابل / د زمري ۱۱ / باختر
پوځيانو پرون د پروان د غوربند درې پر شیخ علي ولسوالۍ د طالبانو برید په شا وتمباوه.
د پروان د امنیې قوماندانۍ یومسول باخترآژانس ته وویل چې پوځيانوپه ګډه سره د طالبانو هغه برید چې له څو استقامتونوڅخه پر شیخ علي ولسوالۍ ترسره کړی و په شا وتمباوه او دوی ته د سرزیان هم اړولی دی.
هغه وویل چې په دې جګړه کې ۳ طالبان ووژل شول او یوشمېرنورټپیان شول او دغه راز د دوی یوه اندازه جنګي وسایل هم ویجاړشول.
د یوبل خبرله مخې، د جبل سراج ولسوالۍ په شاتوتک کلى کې د پوځيانو پر پوستو د طالبانوبریدونه له ماتې سره مخ شول.
د پروان د پولیسو یوې سرچېنې وویل، په دې بریدونو کې ۲ طالبان ووژل شول او نوریې له ساحې څخه وتښتېدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته