-کابل/ د لړم ۳۰ مه/ باختر
په پروان ٨٠ ځوانانو پرون د بيان فن د زده کړې له يوې مياشتنۍ دورې څخه فارغ شول.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د دغو ځوانانو د فراغت په غونډه کې د پروان والي فضل الدين عيار وويل چې د پروان سيمه يزې ادارې ځوانانو ته د ښوونې او روزنې د ښه والي لپاره په دغه ولايت کې ارزښتناک ګامونه اخيستي دي او هلې ځلې کوي چې ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو زمينه هم برابره کړي.
د پروان والي له ځوانانوڅخه وغوښتل، هغه څه يې چې په دغه روزنيز پروګرام کې زده کړي دي؛ د ټولنې له اړتيا سره سم دې ورڅخه استفاده وکړي.
د پروان د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس عبدالواحد هاشمي وويل: د بيان فن د زده کړې پروګرام چې د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو مديريت په دغه ولايت کې پيل کړى و؛ د پروان د نهه ګونو ولسواليو محصلو ځوانانو په کې ګډون لاره .
ختم- شکريه -اکرم
0 1 دقیقه لوستل