کابل باختر دثوردمياشتې ٢٣ :
د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ دقره چه دکلي دلومړنى ښوونځي نوې ودانۍ نن پرانستل شوه.
د پروان ولايت د پوهنې رييس زلمي شهيد د باخترآژانس خبريال ته وويل:
دغه ودانۍ د دوه جريبه دولتي ځمکې په ساحه کې په يوه پوړکې جوړه شوې ده؛ په درسي خونو سربيره نور ضروري ملحقات هم پکې په پام کې نيول شوي دي.
دغه ودانۍ د مهاجرينو په چاروکې د ملګرو ملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ له خوا د يوسلو اتيا زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ