د پروان مرکز نن هم د قران کريم او کتاب د نندارتون کوربه دی
کابل، د غوايي ۱۴مه، باختر
د پروان ولايت مرکز چاريکار ښار نن هم د قران کريم او کتاب د نندارتون کوربه دی.
دغه دوه ورځنی نندارتون پرون د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د بیهقي کتاب خپرولو رياست له لوري له خصوصي ناشرانو سره په همغږۍ د پسرلي په مناسبت د ياد ولايت د پوهنتون په انګړ کې پرانيستل شو او نن هم د چاريکار ښار له مرکزي چوک سره نژدې پرانيستی دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو سرپرست معين مولوي ضياء الحق حقمل د ياد نندارتون د پرانيستل کېدو په مراسمو کې وويل چې د پرديو عقيدو او مفکورو راتګ له کبله افغانستان څلويښت کاله د جنګ په لمبو وسوځېد، خواوس د دې لپاره ښه زمينه برابره شوې ده، چې د کتاب لوستنې کلتور د ودې لپاره هڅې وشي او علمي کادرونه په کور دننه وروزل شي.
حقمل زياته کړه، چې اسلامي امارت په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅه کوي، چې افغانستان په راتلونکې کې د نړۍ لپاره د علم په مرکز او مرجع بدل کړي.
په ورته وخت کې د پروان مرستيال والي مفتي محمد ادريس انوري په يادو مراسمو کې وويل چې
افغان ځوانان بايد په ټولنيزو رسنيو کې د وخت تېرولو پر ځای کتاب لوستنې ته مخه کړي، ځکه ټولنيزې رسنۍ ځوانانو ته له ذهني تشویش پرته نور هيڅ نه ورکوي، خو مطالعه ئې د کمال تر لوړو پوړونو رسوي.
د يادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د بیهقي کتاب خپرولو رياست تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ښارونو او پلازمېنه کې د مطالعې کلتور د ودې په موخه ورته نندارتونونه په لاره اچولي وو.