د پروان عالمانو د امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړ

کابل / د چنګاښ ۱۱مه / باختر
د پروان د عالمانو شورا او د دغه ولايت د حج او اوقافو رياست په يوه غونډه کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو او په دغه ولايت کې د خلکو له پيوستون سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې دغه راز د پروان ديني عالمانو له خلکو څخه وغوښتل چې د برېښنا د پايو او د ملي تاسيساتو د ويجاړولو د مخنيوي په خاطر له امنيتي او کشفي بنسټونو سره همکاري وکړي.
په همدې ترتيب په دې غونډه کې ټينګار وشو چې د جوماتونو ملا امامان دې د منبر له لارې له کوريو بېځايه شويو سره د خواخوږۍ او مرستې په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.
ختم-ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته