خبرونهټولنه

د پروان سرخ پارسا ولسوالۍ اوسېدونکي پاکو اوبو ته لاسرسي مومي

– کابل، د غبرګولي ۲۸ مه، باختر

د يوې ژورې څاه په کيندلو سره به د پروان ولايت د سرخ پارسا ولسوالۍ اوسېدونکي پاکو اوبو ته لاسرسی مومي.

د پروان ولايت د کليو د بيا رغونې او پراختيا رئيس ملا عبدالصمد صادق د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې اړه د باختر آژانس خبریال ته وویل، د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ په ۵۰ بستریز کلینیک کې د ۵۰۰ مترو په اوږدوالي د یوې څاه د کيندلو کار دوام لري .

د یادې څاه په کېندلو سره به د دغه کلينيک د کارکوونکو او د دې ولسوالۍ د لسګونو کورنيو د څښاک اوبه د کمښت ستونزې لرې کېږي.

د پروان د غوربند په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د یونیسف موسسې له لوري د څښاک اوبو د یوې څاه د کیندلو کار پیل شوی دی.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته