چاریکار/دزمری۵/باختر
د پروان د کوید ۱۹روغتون ډاکتران وستایل شول .
د باختر آژانس د خبر له مخې : د پروان ولایت مقام ،د پروان د کوید ۱۹روغتون مسوول عبدالحمید عالمي ژکفر او یو شمېر همکاران یې د ښو خدمتونو او د پرله پسې هڅو د تر سره کولو په خاطر وستایل شول .
د پروان والي فضل الدین عیار د پرله پسې هڅو او د ښې دندې په تر سره کولو کې يې دهغوی قدرداني وکړه او ويې ویل ډاکتران د خدمتونو د وړاندې کولو تر څنګ باید د درملنې اخلاق رعایت کړي . ناروغان او ناروغ لرونکو سره دې ښه چلند وکړي او د ټولو ستونزه دې حل کړي.د پروان دعامې روغتیا رییس صفي الله وارسته له دغه بنسټ سره د پروان د والي له پاملرنې او همکارۍ څخه قدرداني وکړه او ډاډ يې ورکړ چې په هر شرایطو کې د اوسیدونکو روغتیایي ستونزه حل کړي .
شکریه
1 1 دقیقه لوستل