امنیت

د پروان د ملي امنيت يو مسوول ټپي شو

کابل باختر دتلې  درې ويشتمه :
د پروان د ملي امنيت رياست د ښاري مديريت په سرپرست تېر ماښام ناوړه قصد وشو .
د باختر آژانس دخبرله مخې:
د پروان د ملي امنيت رياست يو تن چارواکى ويلي دي  چې د ملي امنيت  د ښاري مديريت دغه مسوول کله چې په چاريکارو ښارکې په يوه پوسته کې د دندې په اجرا کولو بوخت وو، د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا پرې ډزې وشوې او ټپي شو .
  د پروان امنيه قوماندن جنرال محمد محفوظ ولي زاده وويل چې په دې پيښه کې د ملي امنيت دغه مسوول برسيرن ټپي شوى دى .
ده وويل چې د دغې پيښې د عاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره د پوليسو هلې ځلې دوام لري .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته