د پروان د توپ درې د ستوپو د بيا رغاونې کار دوام لري
کابل باختر د تلي لومړي :
د پروان ولايت د توپ درې د تاريخي ساحو د ستوپو د بيا رغاونې کار دوام لري .
دباختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالواحد هاشمي پرون د توپ درې د لرغونو ساحو د کار د بهير د کتنې په وخت کې وويل: د دغې تاريخي آبداتو د بيا رغاونې او ترميمولو کار چې له يونيم کال څخه را پديخوا دوام لري، تراوسه پورې ٣٠٠ زره ډالره پرې لګول شوي دي او د هرې ورځې په تيريدو سره د لرغونپوهانو او د مسلکي کارکوونکو له خوا د کيندنو لمن پراختيا مومي .
ده وويل چې له دغو آبداتو د بيا رغاونې کار د اچکو موسسې له خوا د شپيتو تنو ماهرو کارګرانو له خوا دوام لري او د هرې ورځې په تيريدو سره د ستوپو ښکلا زياتيږي
د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د دغو کارکوونکو د کاري کيفيت له امله خوښي څرګنده کړه او د دغه ولايت له امنيتي بنسټونو څخه يې وغوښتل چې د انجنيرانو او کارګرانو د امنيت د تامينولو په خاطر جدي اقدامات وکړي .
ختم_ ج _ اکرم