د پروان – بامیان لویه لار د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه
کابل، د کب ۱۳ مه، باختر
د پروان د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو د پروان- بامیان لویې لارې د خلاصېدو خبر ورکړی دی.
د پروان د ټولګټو چارو رییس مولوي عزت الله عارف د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې د پروان – بامیان د لویې لارې په اوږدو کې شاوخوا ۱۵ کیلومتره سړک چې د واورې له امله تړل شوی و د یاد ریاست د کارکوونکو له لوري پاک او د ترافیکو پرمخ خلاص شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د ورستیو واورو له امله د هېواد ځینې لویې لارې د ترافیکو پرمخ تړل شوې وې چې د سیمه ییزو مسوولینو په هڅو ژر بېرته خلاصې شوې دي.