کابل / د وږي ۱۷ / باختر
پاکستان په پام کې لري چې د افغانستان د شپږوګاونډیوهېوادونو د بهرنیو وزیرانوغونډه جوړه کړي.
دغه غونډه به نن د پاکستان په غوښتنه او په آنلاین توګه جوړه شي او د پاکستان د بهرنیوچارو وزیرشاه محمود قریشي د هغه ریاست کوي.
ټاکل شوې ده د ایران ، چین ، تاجکستان ، ترکمنستان او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانوپه دې غونډه کې ګډون وکړي.
پاکستاني رسنیوخبرورکړی دی چې په دې غونډه کې د افغانستان حالت د ګډوچلنجونواو د سیمې د ثبات او سوکالۍ د ډاډ لپاره نوي فرصتونه څېړل کېږي.
پخوا هم د دغو شپږوهېوادونو ډيپلوماتان د افغانستان د روان اوحالت په اړه مجازي غونډې کړې وې.
ع
15 د یوې دقیقې څخه لږ