اسلام اباد باختر دکب دولسمه :
په اسلام آبادکې د پاکستان په يوې محکمې نن سهار د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا د بريد له امله د يوه جګپوړي قاضي په ګډون څه ناڅه يوولس تنه ووژل شول او ٣٥تنه نور ټپيان شول.
باخترآژانس د دي نيوزانټرنشنل دانترنتي سايټ له خولې خبر راکړ: يرغلګرو نن د اسلام آباد ښار په قضايي مرکز په يرغل سره د وکيلانو په دفترونو او قضايي مسوولينو ډزې وکړې او لاسي بمونه يې وکارول چې په دې پيښه کې ديوه جګپوړي قاضي او دڅو تنو مدافعو وکيلانو په ګډون يوولس تنه ووژل شول او څه دپاسه ٣٥تنه نور چې په هغوکې څو تنه ښځې اودپوليسو ځواکونه پکې ليدل کيږي؛ ټپيان شول .
دپاکستان خبري شبکو خبر ورکړى دى چې د اسلام آباد جګپوړي قاضي او مشهور وکيل رفاقت اعوان هم د دغې پيښې په قربانيانوکې شامل دى.
نننۍ تروريستي پيښه د اسلام آباد ښار د خلکو ترمنځ د ويرې او ډار د فضا د پيداکيدو سبب شوه.
د پيښې په ساحه کې شاهدانو خبريالانو ته وويل چې يرغلګر د جنايت له ترسره کولو وروسته په بيړه د پيښې له ساحې څخه وتښتيدل او خواره واره شول .
دپاکستان پوليس او د تروريستي ضدقطعه د دغې پيښې ساحې په ورتګ سره ددغه تروريستي اقدام د عاملينو د نيولو په مقصد د پلټوونکو عملياتو د ترسره کولو په حال کې دي .
دپاکستان خبري منابعو د يو روغتون د ويندوى له خولې زياته کړه چې دځينو ټپيانو حالت خراب دى او د قربانيانو د شمېر د زياتوالى احتمال شته.
تراوسه پورې ددغه تروريستي بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى.
له دغه تروريستي اقدام وروسته په اسلام آبادکې کلک امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي او دغه ښار ته د ننوتو او وتلو لارې د امنيتي ځواکونو تربشپړکنترول لاندى دى.
0 1 دقیقه لوستل