-اسلام اباد باختر د تلي نهه ويشتمه :
د هند او پاکستان ترمنځ د سياسي او سرحدي کړکيچونوسختوالي د دواړو هېوادونوترمنځ فرهنګي موضوعګانې هم تر اغيزې لاندې نيولې دي او د پاکستان حکومت د دغه هېواد راډيويي او ټلويزيوني شبکې د هندي پروګرامونو او فلمونو له خپرولو څخه منع کړي دي .
د پاکستان د الکترونيکي رسنيو په کړنو د څار ادارې په خپلې وروستۍ مصوبه کې د پاکستان له ټلويزيوني او راډيويي شبکو څخه د هر راز هندي فلمونو او پروګرامونو خپرول منع اعلام کړي دي .
د نوې مصوبې له مخې، د پاکستان ټول راډيويي او ټلويزيوني شبکې موظفې دي چې سبا د جمعې د ورځې له مازيګر څخه د هندي فلمونو پروګرامونو او د موسيقۍ خپرول بند کړي او له دغې مصوبې څخه د سرغونې په صورت کې به د دغې شبکې د فعاليت جواز له ډيل پرته وځنډول شي .
0 1 دقیقه لوستل