د پاکستان په وروستیو لاریونونو کې د افغان کډوالو د ګډون په تړاو د پاکستاني چارواکو د ادعا په تړاو په هغه هېواد کې د افغانستان سفارت اعلامیه

کابل، د لېندۍ ۱۱مه، باختر
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت او ځینو نورو چارواکو له لوري، د اسلام آباد په وروستیو لاریونونو کې په بیا بیا د افغان اتباعو نوم اخیستل او په همدې بهانه د نورو بندیزونو زیاتولو خبرې، په پاکستان کې مېشت افغان مهاجر په تشویش کې اچولي، چې ښایي تر همدې نامه لاندې یوځل بیا د پاکستاني پولیسو له لوري په ناحقه توګه افغانان له پراخې ځورونې سره مخ شي.
په داسي حال کې چې افغان مهاجر په پاکستان کې په هېڅ ډول سیاسي لوبو کې ښکېل نه دي اوسېدلي او نه یې په کومو جرمي پیښو کې لاس لرلی دی، هغوی همیشه سوله ییز ژوند تېر کړی، د پاکستان په اقتصاد کې یې خپله مثبته ونډه لرلې ده، افغان مهاجر چې لا له وړاندې د پاکستان د تېر مؤقت حکومت له وخته را پیل شوې یو لړ پالیسیو له امله له محدودیتونو او ویرې سره مخ دي؛ هېڅکله نه غواړي چې په سیاسي لوبو او ناندریزو احتجاجونو کې ځان ښکېل کړي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د پاکستاني چارواکو د وروستيو څرګندونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي او د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د مهاجرو پر وړاندې دې د بې باورۍ داسې فضا رامنځ ته نشي چې له امله یې د افغانانو د ځورونې، بدنامۍ او جبري بې ځایه کېدو لامل وګرځي.
چې دا د پاکستان په ګټه هم نه ده بلکې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ بې باوري نوره هم زیاتولی شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته