نړۍ

د پاکستان په راولپنډۍ کې يوه پوځي مقر ته څېرمه ځانمرګى بريد وشو

راولپندي باختردمرغومي ديرشمه :
  په هغه ځانمرګى بريدکې چې نن سهار د پاکستان په راولپنډۍ ښارکې وشو؛ څه ناڅه ١٣ تنه ووژل شول او ٢٤ تنه نور ټپيان شول .
باخترآژانس دپاکستان د جيوټلويزيون د خبري سايټ له خولې خبر راکړ: دغه بريد د راولپنډۍ اردو بازارته څېرمه شوى دى.
دغه بازار د پاکستان د اردو عمومي مقر ته څېرمه دى او له امنيتي پلوه تر سختو تدبيرونو لاندې دى .
د پاکستان دخبري سرچينو د څرګندونو له مخې: د زياتروټپيانوروغتيايي حالت چې د ښوونځي زده کوونکي پکې تر سترګو کيږي؛ خراب بلل شوى دى.
د پاکستان جمهور رييس ممنون حسين او د متحده قومي غورځنګ مشر الطاف حسين دغه چاودنه په کلکه غندلې ده.
د راولپنډۍ چاودنه د خيبر پښتونخوا ايالت په بنو ښارکې د پاکستاني پوځيانو په کاروان له  چاوديدونکي بريد څخه يواځې يوه ورځ وروسته شوې ده چې له امله يې څه ناڅه شل تنه ووژل شول او ديرش تنه نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته