د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د پنځو تنو مليشو وژل کيدل

اسلام اباد ډان   باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٤ :
په بلوچستان ايالت کې پرون له مليشو سره د پوليسو په نښته کې پنځه تنه مشکوکې مليشې ووژلې شوې.
باختر آژانس د بهرنيو  خبرځايونوله خولې خبر را کړ:
جګړه هغه ونښته چې په پوځي ځواکونو دبلوچستان په بيلابيلو ناحيو کې دمليشو له خوا بريدونه وشول او په متقابلو ډزو کې پنځه تنه پوځي مليشې او يو پوځي ووژل شول.
امنيتي ځواکونو ويلي دي چې په دغو عملياتوکې يې په بېلابېلو بانډونو پورې  اړوند ١٩تنه  مليشې نيولې او د هغوى دوه کمپونه يې هم ويجاړکړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته