د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د ماين چاودنه

کويټه دان – باختر د لړم دمياشتې ٢
د پاکستان د اسلام د عالمانو د جمعيت ګوند مشر مولانا فضل الرحمن له يوځانمرګى بريد څخه روغ رمټ پاتې شو.
باختر آژانس د پاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ: دغه بريد د پاکستان د پلوچستان ايالت مرکز په کويټې ښارکې پرون ناوخته وشو او له امله يې دوه تنه ووژل شول او دولس تنه نور ټپيان شول .
په پاکستان کې د اسلام د عالمانو جمعيت يو له ستروګوندونوڅخه دى.
د خبرونو له مخې: دغه بريد د دغه ګوند د پلويانو په يوه غونډه کې هغه مهال وشو چې د غونډې ګډون کوونکو د استديوم د پريښودلو په حال کې وو.
له دې امله چې د فضل الرحمان موټر زغروال و؛ ده ته زيان نه دى اوښتى خو د ده ليږدونکې واسطې ته لږ زيان اوښتى دى.
عيني شاهدانو وويل چې په دغه بريدکې ٣٠ تنه ټپيان شوي دي.
په رحمان ناوړه بريد په همدې ښارکې له يوبل بريد وروسته وشو.
وسله والوکسانو پرون سهار په دغه ښارکې د يوه موټر په سپرلۍ ډزې وکړې او نهه تنه شيعه مذهبې کسان يې ووژل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته