د پاکستان ټاکنې؛ تحریک انصاف مخکښ دی

نړۍ، د سلواغې ۲۱ مه، بهرنۍ رسنۍ

د پاکستان عمومي ټاکنې چې د روانې فبرورۍ میاشتې پر اتمه نېټه ترسره شوې او د نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ نواز او د زنداني عمران خان اړوند د تحریک انصاف ګوندونه تر دا مهاله د بریا ادعاوې کوي.

خو تر دا مهاله د رایې شمېرنې پایلې ښيي، چې د عمران خان اړوند د تحریک انصاف ګوند او نورو ملاتړي نوماندان یې مخکښ دي او د پارلمان تر ټولو زیاتې ۹۱ څوکۍ یې ګټلې دي او د نواز شریف مسلم لیګ بیا تر دا مهاله ۷۱ څوکۍ لاسته راوړې دي.

د پاکستان د خلکو ګوند، چې اوس د بېنظیر بوټو زوی، بلاول بوټو یې مشري کوي، درېیم ځای کې دی او ۵۱ څوکۍ یې لاسته راوړې دي.

نواز شریف ویلي، چې هڅه کوي ائتلافي حکومت جوړولو ته لاره هواره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته