د پاکستان له مرکزي زندان څخه ۱۳۲ افغان بنديان ازاد شول

کابل، د مرغومي ۲۹ مه، باختر
د ننګرهارد کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د پاکستان له بندخونو څخه د ۱۳۲ افغان بندیانو د ازادېدو او خپل هېواد ته یې د راستنېدو خبر ورکړی دی.
د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست باختر اژانس ته ویلي، چې د پاکستان له مرکزي زندان څخه ۱۳۲ افغان بنديان چې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نیول شوي وو د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول.
مسوولینو ویلي، دغه کسان د مرستو ترلاسه کولو لپاره مرستندویه ادارو ته هم ورپېژندل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته