د پاکستان صدر اعظم هند ته د خبرو بلنه ورکړه
کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ۸ مه
د پاکستان صدراعظم عمراخان نن هند ته د خبرو بلنه ورکړه .
باختر آژانس د پاکستان د جيو خبري شبکې له خولې خبر راکړ : عمراخان په هغې وينا کې چې خپل ملت ته يې واوروله؛ وويل: دپاکستان هوايي پوځ نن دهند د دوه الوتکې چې زموږ فضايي حريم ته راننوتې وې؛ را وغورځولې. زه غواړم د هغه حالت په باب چې له پرونه راپدېخوا رامنځته شوى دى؛ تاسوته ډاډ ورکړم. د پولواما له پېښې وروسته چې په هغې کې ٤٤ تنه هندي پوځيان ووژل شول؛ هند ته مو د همکارۍ وړانديز وکړ. موږ په دې پوهيږو چې هند په دې پېښه کې د سر د اوښتې زيان له امله ناراحته شوى دى.
عمرا خان زياته کړه: پاکستان په تېرو وختونوکې زيان ليدلى دى، له همدې امله موږ وړانديز وکړچې له هند سره همکاري وکړو. ځکه د پاکستان ګټې په تروريزم کې نه دي. موږ ويلي و: که چيرې هند پر پاکستان بريد وکړي، موږ به ځواب ويلو ته اړ شو. موږ پرون سهار اقدام ونه کړ، ځکه موږ د زيان په ټولې کچې نه پوهيږو، له دې پرته به غير مسوولانه وه، په همدې دليل موږ سترګې پرلاره پاتې شوو.
عمراخان وويل: له پيل څخه زموږ پلان همدا و چې هند ته د سر زيان ونه رسيږي، زموږ موخه دا وه چې يواځې هند ته وښييو، که چيرې دغه هېوادکولاى شي د پاکستان فضايي حريم ته ننوځي؛ موږ هم کولاى شو د هند فضايي حريم ته ننوځو.
پرون د هند ١٢ الوتکو د پاکستان په ځينوسيموکې دتروريستانو پټنځي بمباري کړل چې پاکستان وايي د سر زيان نه دى اوښتى .
ختم- عطاالله _ اکرم