تهران-ايرنا- باختر د ثور دمياشتې ٢١
د پاکستان صدراعظم محمد نواز شريف نن د يوه رسمي سفر لپاره تهران ته ورسيد او د ايران له جمهور رييس حسن روحاني سره يې وکتل او خبرې يې ورسره وکړې .
باختر آژانس د ايرنا د خبري آژانس له خولې خبر راکړ: تهران ته د پاکستان د صدراعظم دوو ورځنى سفر د ايران له جګپوړو مقاماتو سره د خبرو ، د دوه اړخيزو اړيکو د څيړنې او د اقتصادي همکاريو د پياوړتيا په مقصد شوى دى.
ټاکل شوې ده په دې سفرکې د ايران او پاکستان ترمنځ په بېلابېلو برخوکې څو تفاهم ليکونه او د همکارۍ تړونونه لاس ليک شي.
3 د یوې دقیقې څخه لږ