سیاست

د پاکستان سفير: د پاکستان د ماليې وزارت د تورخم _ جلال آباد سړک د جوړولو لګښت تائيدکړى دى

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٤ :
په کابل کې د پاکستان سفير سيد ابرارحسين نن د ملي وحدت د حکومت داجرائيه رياست له مرستيال حاجي محمد محقق سره د وزيرانو شورا په ماڼۍ کې وکتل .
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآ ژانس ته خبرورکړ :
په دې  کتنه کې د اجرائيه رياست مرستيال د کابل او اسلام آباد ترمنځ د دوستانه اړيکو د پراختيا، د امنيتي همکاريو د زياتوالي او په سيمه کې د تاوتريخوالي او کړکيچ  د له منځه وړولو په لاره کې د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.
د اجرائيه رياست مرستيال دغه راز دبيا رغاونې دهغو پروژو دکار دګړندي کولو غوښتنه وکړه چې دپاکستان له خوا تمويليږي .
په کابل کې د پاکستان سفير سيد ابرارحسين د ملي وحدت د حکومت د کابينې د جوړيدو له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: اسلام آباد غواړي چې د محمدعلي جناح د روغتون د سمبالولو کار په ډير لنډ ممکن وخت کې پيل کړي او  د پاکستان د ماليې وزارت د تورخم _ جلال آباد سړک د جوړولو لګښت هم تائيد او تصويب کړى دى  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته