نړۍ

د پاکستان د کورنيو چارو وزير: د شارلي ابدو اقدام له تروريستي اقدام څخه لږ نه دى

اسلام آباد -ايرنا – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٨
د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودري نثارعلي د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى (ص) ته د سپکاوى کاريکاتورونو په خپرولو کې د فرانسوي خپرونې شارلي ابدو اقدام وغاند او ويې ويل: هغه کسان چې دبيان د آزادى په پلمه د نورو د غوصې او کرکې سبب کيږي؛ له تروريستانو څخه لږ نه دى .
چودري نثار علي د دغې فرانسوي خپرونې سپکاوي د اقدام پرخلاف د غندنې پراخو څپو ته په اشارې سره څرګنده کړه چې د خلکو ديني مقدساتو او د عقايد نه درناوى د تروريستي پديدو د پياوړتيا سبب کيږي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير وويل: د فرانسې خلک بايد لکه څنګه چې د شارلي ابدو د خپرونې په دفتر د تروريستي بريد پرخلاف مظاهرې وکړې؛ د دغې خپرونې له سپکاوى ډکو کاريکاتورونو د اقدام پرخلاف هم په مظاهرو او اعتراضونو لاس پورې کړي.
د پاکستان صدراعظم محمد نواز شريف او د دغه هيواد د مجلس استازو هم د تيرې جمعې په ورځ اسلامي مقدساتو ته د سپکاوى د کاريکاتورونو د بيا خپرولو په باب د شارلي ابدو د خپرونې اقدام وغانده.
  نواز شريف د يوې وينا په خپرولو سره د دغه موهن اقدام د غندلو په ترڅ کې وويل: د بيان آزادي بايد د هيڅ يوې ټولنې ولولوته د زيان رسولو په خاطر د ناوړې استفادې وړ ونه ګرځي.
د شارلي ابدو د خپرونې د نوې ګڼې د جلد پرمخ د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د سپکاوى ډک کاريکاتور چاپ شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته