سیاست

د پاکستان د پارلمان رييس کابل ته راځي

کابل / د وري ۱۷ مه / باختر
ټاکل شوې ده د پاکستان د پارلمان رييس اسد قيصر د وري په ١٩مه (د پنجشنبې په ورځ) کابل ته سفر وکړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان نن په یوه تويټ کې ليکلي دي: ټاکل شوې ده د پاکستان د پارلمان رييس د درې ورځني سفر پرمهال، د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافات به په دوه اړخيزو اړيکو بدل کړي.
هغه ويلي دي: د پاکستان د پارلمان د رييس د هرکلي لپاره په کابل کې تيارى نيول شوى دى.
رسمي خبرځايونو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو څه موده وړاندې د افغانستان د ولسي جرګې رييس مير رحمان رحماني د دې مجلس په يوه غونډه کې ويلي وو چې ده د پاکستان د پارلمان رييس ته، کابل ته د سفر بلنه ورکړې ده، خو د سفر وخت ته یې اشاره نه وه کړې.
پاى\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته