د پاکستان د ملي مجلس د ٣٤ تنو استازو ډله ييز استعفا

اسلام آباد دي نيوز – باختر د وږي دمياشتې ١
په پاکستان کې د حکومت او د حکومت ضد اعتراض کوونکي ترمنځ د سياسي اختلافونو له زور اخستنو وروسته د دغه هيواد په ملي اسامبله کې د تحريک انصاف د مخالف ګوند استازو پرون سهار خپل استعفا ليکونه د دغې اسامبلې د رييس دفتر ته وسپارل .
باختر آژانس د پاکستان د سيمه ييزو خبرځايونو له خولې خبر راکړ: د استعفا ورکوونکو په فهرست کې د تحريک انصاف ګوند د مشر عمران خان په ګډون د دولت د څلور ديرشو تنو مخالفو استازو نومونه ترسترګوکيږي.
د تحريک انصاف ګوند د پاکستان په ملي اسامبله کې ددغه ګوند د غړو استعفا ليک له سپارلو وروسته له ډيل پرته خپل اصلي غړي د دولتي ضد مظاهرو د دوام د ستراتيژۍ د څيړنې او د دغه ګوند د استازو د استعفا د څيړنې په مقصد د غونډې د جوړولو لپاره د پاکستان له ايالتي اسامبلو څخه وغوښتل .
د تحريک انصاف ګوند غړو يوځل بيا ادعا وکړه چې د تېرکال پارلماني انتخابات له تقلب سره يوځاى ترسره شوي دي .
ده دغه راز په دې باندې په ټينګار سره چې پايتخت کې به حکومتي ضد تحصن دوام ومومي؛ وويل چې تحصنونه او غونډې به له دې وروسته په اسلام آباد پورې محدودې نه وي او د تحريک انصاف ګوند به د پاکستان په نورو مهمو ښارونوکې هم د حکومتي ضد غونډو په جوړولو او تحصنونو لاس پورې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته