د پاکستان د ملي امنيت سلاکار کابل ته راغى

کابل باختر د تلي اووه ويشتمه :
د پاکستان د صدراعظم د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز نن کابل ته را ورسيد.
د کابل له نړيوال هوايي ډګرڅخه د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې: د پاکستان د صدراعظم د ملي امنيت سلاکار به په کابل کې د خپلې استوګنې په موده کې د افغانستان له مقاماتو سره خبرې وکړي.
د رپوټونو له مخې: سرتاج عزيز د پاکستان د جمهور رييس رسمي بلنليک  پاکستان ته د يو رسمي سفر لپاره اشرف غني احمدزي ته راوړى دى.
کابل ته د پاکستان د ملي امنيت د سلاکار سفر په داسې حال کې کيږي چې د هيواد د ملي امنيت ځواکونو په يو بې سارى اقدام کې په پاکستان کې د حقاني د ډار اچوونکې شبکې د بنسټ ايښودونکي د جلال الدين حقاني زوى انس حقاني نيولى دى.
  د حقاني شبکه په پاکستان کې د ډار اچوونکو کړيو له جملې څخه شميرل کيږي او ويل کيږي چې په پاکستان کې د ځينوکړيو په ملاتړ په افغانستان کې ډار اچوونکي بريدونه ترسره کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته