د پاکستان د طالبانو د تحريک نهه تنه غړي ونيول شول
کراچي ډيلي تايمز باخترد ثور دمياشتې ١٠ :
دپاکستان په کراچي ښارکې د تاوتريخوالي په دوام څه ناڅه لس تنه ووژل شول او دپاکستان دطالبانو دتحريک نهه تنه غړي ونيول شول.
د ډيلي ټايمز ورځپاڼې د خبرله مخې: دغه کسان تېره شپه د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا دکراچي ښار په بيلابيلو سيمو کې په ډزوسره وژل شوي دي.
دکراچي ښار پوليسو ويلي دي: پنځه مړي چې د يوې کورنۍ غړي وو؛ نن په دفاعي سيمه کې د دوى په کورکې ترلاسه شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل: امنيتي ځواکونو د پاکستان دطالبانو دتحريک نهه تنه غړي پرون دکراچي ښار په دوو سيمو کې دجلا جلا عملياتو په بهيرکي نيولي دي.
امنيتي ځواکونو دغه راز ادعا کړي ده چي په دغو عملياتوکې يوه اندازه لاسي بمونه او د وسلو او مهماتو ډپيو په هغې سيمه کې د دوى لاسته ورغلې ده چې دغه کسان پکې نيول شوي دي.
سيمه ييزو رسنيو خبرورکړى دى چې دپاکستان دطالبانو دتحريک دوه تنه غړي هغه وخت ونيول شول چې په راتلوونکو څو ورځوکې دپارلماني انتخاباتو له ترسره کولو څخه د ډډې کولو په لاره کې دخلکو دخبر دارى په خاطر د شبنامو په خپرولو بوخت وو.