نړۍ

د پاکستان د حکومت د مخالف ګوند مشر: انقلاب وينه غواړي

اسلام آباد – باختر د زمري دمياشتې ٢٨
د پاکستان د خلکو د غورځنګ د ګوند مشر طاهر القادري چې ادعا کوي په دغه هيوادکې انقلاب وکړي؛ په خپلو نويو څرګندونوکې ويلي دي چې انقلاب وينه غواړي او نور نشو کولاى له دې زيات صبر وکړو.
طاهر القادري چې د حکومت د يوبل مخالف ګوند د يو مشر عمران خان ترڅنګ يې د پاکستان پايتخت د تيرې پنجشنبې له شپې څخه د خپلو لسګونو زرو پلويانو د حکومتي ضدمظاهرو ډګر ګرځولى دى؛ د صدرات له مقام څخه د نواز شريف د استعفا غوښتنه کوي.
طاهر القادري چې دوه ورځې مخکې يې د نواز شريف د ګوښه کيدو لپاره ٤٨ ساعته مهلت ټاکلى و او دغه مهلت د دوشنبې په شپه پاى ته ورسيد؛ ادعاکړې ده چې نن مازيګر به هغه انقلاب چې ژمنه يې کړې ده؛ تحقق ومومي.
ده له خپلو پلويانو او د پاکستان له خلکو څخه چې نن مازيګر په پنځو بجو يوځل بيا او له تيرو ورځو څخه په پراخه توګه د مظاهرو ډګر ته حاضرشي او په دغه شان شرايطوکې يې په کورکې د خلکو کښيناستل حرام وبلل.
د خلکو د غورځنګ د ګوند مشر دغه راز د پاکستان اوسني واکمنان ددغه هيواد دښمنان وبلل.
عمراخان هم د خپلې تيرې شپې په ويناکې اعلام وکړ چې په اسلام آباد کې د دولتي ضد مظاهرو له پنځمې ورځې سره جوخت به خپل لسګونو زره پلويان د پايتخت د (سره سيمې) په لور چېرته چې د پاکستان پارلمان، د صدارت ماڼۍ او نور مهم مرکزونه پکې موقعيت لري؛ لارښوونه وکړي.
حکومت (سرې سيمې) ته د نږدې کيدو لپاره د مظاهره کوونکو هر راز هلوځلوته د جدي خبردارى په ترڅ کې چې د دغې سيمې د امنيت ساتل د حکومت سره کرښه ده او دغې سيمې ته د ننوتو لپاره د مظاهره کوونکو د هلوځلو په صورت کې د پوليسو او اردو په ګډون ټول امنيتي ځواکونه به عملي وکړي.
په داسې شرايطوکې چې د دغو دوو مخالفو ګوندونو مشران د صدراعظم د استعفا په باب په خپلو غوښتنو ټينګار کوي؛ حکومت دغه راز خبروته د مخالفينو د را بللو لپاره د لارو چارو په موندلو بوخت دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته