سیاست

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير: د قندهار په سپين بولدک کې هغه څه چې بايدنه واى رامنځته شوى ، رامنځته شوه.

-کابل/ دزمري١٢مه/باختر:
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د قندهار ولايت  په ځينوسيمو د پاکستاني پوځيانو د راکټي برېدونوپه خاطر چې د يوشمېر ملکي افغانانو د شهادت اوټپي کېدوسبب شول،  خواشيني څرګنده کړه .
  شاه محمود قريشي ويلي دي  په سپين بولدک کې هغه څه چې بايد نه واى رامنځته شوى ، رامنځته شوه .
  هغه  د افغانستان او پاکستان ترمنځ  د سياسي تاوتريخوالي  د کمښت غوښتنه وکړه او ويې ويل چې دواړه هېوادونه يوځاى  د سپين بولدک د پېښې په څېړنه بوخت دي .
  د قندهار د سپين بولدک ولسوالۍ په ځينوسيموکې د پاکستاني پوځيانو په راکټي برېدونوکې  شپاړلس ملکيان  شهيدان او څه ناڅه  نوي تنه نور ټپيان شول. ښځې اوماشومان د پاکستاني پوځيانو د راکټي برېدونو په قربانيانو اوټپيانو کې شامل دي .
په دې راکټي برېدونوکې په لسګونه کورونه ويجاړ شول اوپه سلګونو کليوالي کورنى  د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي .
له دغو راکټي برېدونو وروسته د افغانستان د وسله وال پوځ لوى درستيز افغان ځواکونو ته د تيارسى لارښوونه وکړه او په سلګونو پوځيان  چې په سپکو اودرندو وسلو  سمبال  اود هېواد د هوايي ځواکونو له خوا يې ملاتړ کېږي د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې ځاى پرځاى شول.
د افغانستان مقاماتو  د پاکستاني پوځيانو دغه راکټي برېدونه وغندل اوهغه يې د افغانستان په ملي واکمنۍ او ځواکمني بشپړتيا  ښکاره تېرى وبلل .
  د پاکستان د پوځيانو له راکټي برېدونو وروسته د افغانستان د حکومت او خلکو د اعتراضونو په زياتوالي سره  د پاکستان د بهرنيو چارو وزير  د دواړو هېوادونوترمنځ  په خپل وخت  د تاوتريخوالي د حل کولو غوښتنه وکړه .
  ختم _ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته