نړۍ

د پاکستان حکومت له متعرضوګوندونو سره خبرې پيل کړې

اسلام آباد دي دان – باختر د زمري دمياشتې ٣٠
باختر آژانس د پاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ:
خبرې له هغه وروسته پيل شوې چې د پاکستان اردو روښانه کړه چې دواړه لوري دې بايد اوسني ډب د خبرو اترو له لارې حل کړي.
په عين حال کې د دواړو ګوندونو مشران د صدراعظم او د هغه د کابينې په استعفا باندې ټينګارکوي.
د پاکستان اردوهم داعتراض کوونکو ګوندونو او حکومت ترمنځ منځګريتوب ردکړ او له اړوندو لورو څخه يې وغوښتل چې ددغه موضوع دحل کولو لپاره دې په خپله کار وکړي.
په همدې حال کې امريکا ويلي دي چې د اساسي قانون پرخلاف د واک له ليږدونې سره موافقه نه ده او د بدلونونو د رامنځته کولو په لاره کې د هلوځلو له امله يې هغوى ته خبردارى ورکړى دى.
د تحريک انصاف او د پاکستان دعوامي تحريک ګوندونو د حکومت پرخلاف له يوې اوونۍ اعتراضونو وروسته له دغه حکومت سره يې خبرې پيل کړې.
دغه راز د پاکستان جمهور رييس ممنون حسين نن د پاکستان د سياسي حالاتو په باب د دغه هيواد له صدراعظم نواز شريف سره خبرې وکړې او د خبرو له لارې يې د دغه بحران په حل کولو ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته