د پاکستاني پوځيانوله خوا په دانګام بياهم توغندي وتوغول شول

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢٧ :
له تيرې شپې څخه تراوسه پورې د پاکستاني پوځيانوله خوا٥٠ توغندي د کونړ ولايت د دانګام اوسرکاڼو د ولسواليو په بېلابېلو سيمو توغول شوي دي.
دکونړ ولايت امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخيل دباخترآژانس  خبريال ته وويل :  ددغو راکټي بريدونوله امله دسرکاڼو په ولسوالۍ کې  يو تن ټپي شوى دى.
د کونړ ولايت دامنيتي مقاماتو دڅرګندونوله مخې :  د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې د پاکستاني پوځيانوله خوا ٧ زره توغندي د افغانستان په سرحدي سيمو توغول شوي دي چې د دغو سيمو اوسيدونکو ته يې دسر زيانونه او مالي  تاوانونه اړولي  دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته