سیاستخبرونهاقتصادTOP

د پانګونې د فرصتونو رامنځته کولو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

کال، د لېندۍ ۱۳مه، باختر

د کابل ښار د اقتصادي ودې او د پانګونې د فرصتونو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د عوايدو سرپرست رئیس حسيب الله مظهر وويل چې د کابل ښاروالۍ مشرتابه له ملي پانګوالو څخه ملاتړ کوي او د پانګونې د رامنځته کولو په موخه يې خپل پلانونه چمتو کړي دي.

مظهر د پانګې اچونې د جلبولو د پلانونو د وړاندې کولو په ترڅ کې وویل چې د يوه هېواد د اقتصادي ودې بنسټيزه ستنه په ملي او صادقانه پانګونې پورې تړلې ده، او د پانګوالو د پیاوړتیا او ملاتړ په برخه کې یې د صنعت او سوداګرۍ له وزارت څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پراختیا او پانګونې د ملاتړ رئیس صبغت الله اخندزاده؛ د پانګونې د فرصتونو د رامنځته کولو په اړه د کابل ښاروالۍبرنامې او پلانونه مثبت و ارزول او ژمنه یې وکړه چې، د خوندي پانګونې لپاره به له کابل ښاروالۍ سره لا زیاته مرسته او همغږي وکړي.

د یادولو وړ ده چې، کابل ښاروالۍ د پانګونې فرصتونو د رامنځته کولو په موخه، یو شمېر ښاري سیمې چې د پانګونې ظرفیت لري د عامه او خصوصي ګډون له لارې اعلان ته وړاندې کړې ، چې د پانګونې طرح شوي پلانونه تر تخنیکي ارزونې لاندې دي او دا بهیر به په راتلونکي کې پراختیا ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته