د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په نوبتي ناسته کې، بېلابېلې طرحې تائید شوې
کابل، د مرغومي ۲۷مه، باختر
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي ناسته په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
باختر آژانس ته د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ دغه ناستې ته د کابل په پلچرخي سیمه کې د خصوصي سکټور له لوري د ټولګېټ کمپلېکس جوړولو طرحې د ارزونې لپاره د ټاکل شوې کمېټې راپور وړاندې شوی چې تر هر اړخیزې ارزونې وروسته، تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوې ده.
همدا رنګه، په دې ناسته کې د کابل ښار په قوای مرکز سیمه کې د خصوصي سکټور له لوري د سوداګریز مرکز جوړولو طرحې د ارزونې لپاره د ټاکل شوې کمېټې راپور هم وړاندې شوی چې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په پام کې نیولو سره یاده طرحه تائید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوې ده.
د ننګرهار په مهمند دره، د بغلان په خنجان او د پروان په جبلالسراج ولسوالیو کې پر لویو لارو د تیرپارک جوړولو طرحه هم د خصوصي سکټور له لوري وړاندې شوې چې تر مفصل بحث وروسته د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت استازو ته دنده سپارل شوې، چې له یادو ولسوالیو یوازې په یوه کې یې د یادې طرحې د مالي او اقتصادي ارزونې او همدارنګه د قرارداد د وخت په اړه د طرحې له وړاندې کوونکي شرکت سره بیاځلې ناستې ترسره او راپور یې دغه کمېټې ته وړاندې کړي.
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې دغه ناستې ته د خصوصي سکټور له لوري په کابل ښار کې د شعاعي سرطان او د سرطاني ناروغیو د درملنې کمپلکس او د جلال آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د ښاروالۍ په ځمکه د سوداګریز مرکز جوړولو طرحې هم د بحث لپاره وړاندې شوې چې د مفصل بحث وروسته، ټاکل شویو کمېټو ته دنده سپارل شوې، څو د یادو طرحو د مالي او اقتصادي اړخونو او همدا راز د قراردادونو د وخت په اړه د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره بیاځلې ناستې ترسره او راپور یې د دوه اوونیو په جریان کې د پانګونې بین الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.