د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په ناسته کې د پانګونې پر یو شمېر طرحو بحث وشو

کابل، د سلواغې ۳مه، باختر
د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي ناسته کې، د خصوصي سکټور له لوري د پانګونې پر وړاندې شویو طرحو بحث شوی دی.
باختر اژانس ته د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ یادې ناستې ته په کابل او بلخ کې د سوداګریزو مارکېټونو، په کابل کې د میوې او سبزۍ لپاره د مارکېټ او همدا رنګه د رسمي اسنادو د ثبت او تائید په موخه د برېښنایي سیسټم جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې دي.
پر یادو طرحو له هر اړخیز بحث وروسته، ټاکل شویو کمېټو ته دندې سپارل شوې چې د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره تخنیکي ناستې ترسره او راپورونه یې په ټاکلو نېټو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته