د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په ناسته کې د خصوصي سکټور د پانګونې پر طرحو بحث وشو

کابل، د سلواغې ۲۵مه، باختر

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي ناسته کې، د خصوصي سکټور له لوري د پانګونې د وړاندې شویو یو شمېر طرحو په اړه بحث شوی دی.

باختر آژانس ته د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ناستې ته، له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید، په صنعتي پارکونو کې د لمریزې برېښنا د تولید، په یو شمېر ولایتونو کې د کرنیزو فارمونو جوړولو او همدارنګه د ډبرو سکرو د بارولو او خالي کولو لپاره د معیاري ترمینل جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې دي.

په ناسته کې، تر هر اړخیز بحث وروسته، ټاکل شویو کمېټو ته دندې سپارل شوې چې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره، د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، اقتصادي او تخنیکي اړخونو د ارزونې په موخه ناستې ترسره او راپورونه یې پر ټاکل شویو نېټو دې، یادې کمېټې ته وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته