د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په ناسته کې، د پانګونې پر وړاندې شویو طرحو بحث وشو

کابل، د مرغومي ۲۰مه، باختر

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي ناسته کې، د پانګونې د وړاندې شویو طرحو په اړه هر اړخیز بحث وشو.

باختر آژانس ته د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ یادې ناستې ته د خصوصي سکټور له لوري په مزارشریف ښار کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ او د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند تایمني سیمه کې د راه ابریشم استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي د جوړولو طرحې وړاندې شوې چې تر مفصل بحث وروسته ټاکل شویو کمېټو ته دنده سپارل شوې ده چې د یادو طرحو تخنیکي او اقتصادي ارزونه ترسره او راپور یې د پانګونې بین الوزارتي کمېټې راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي.

دغه راز یادې ناستې ته په کوټې سنګي سیمه کې د ملت سوداګریز مارکېټ او د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د سوداګریز مرکز او استوګنیزو اپارتمانونو د جوړولو طرحو د ارزونې لپاره د ټاکل شویو کمېټو له لوري راپورونه وړاندې شوي چې تر هر اړخیز بحث وروسته، د یادو مارکېټونو د جوړولو طرحې تائید او د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته استول شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته