د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ناسته؛ په سروبي کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید طرحه تائید شوه

کابل، د لېندۍ ۱۶مه، باختر

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي ناسته په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د پانګونې وړاندې شویو طرحو په اړه هراړخیز بحث وشو.

په دغه ناسته کې د ۷۷ ترکي او زولرستان شرکتونو له لوري د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید طرحه تر هراړخیز بحث وروسته تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.

همدارنګه په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه څو د بلخ ولایتي مسوولین په بلخ کې د ډبرو سکرو د بارولو او خالي کولو لپاره د مډرن او معیاري ترمینل جوړولو په موخه په مناسب ځای کې د خصوصي سکټور لپاره ځمکه مشخص او راپور یې دې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې دغې ناستې ته د ګلبهار انوېستمنټ ګروپ له لوري له ګاز څخه د برېښنا د تولید او د کابل ښار د دوهمې ناحیې په قوایې مرکز سیمه کې د سوداګریز مرکز جوړولو طرحې هم د خصوصي سکټور له لوري وړاندې شوې چې د یادو طرحو د اقتصادي، تخنیکي او حقوقي ارزونې لپاره مختلفې کمېټې وټاکل شوې او سپارښتنه ورته وشوه، څو په اړه یې خپل راپورونه د دوه اوونیو په جریان کې له دغه کمېټې سره شریک کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته